ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالکبير: ايران او پاکستان دې د کډوالۍ نړیوال اصول په پام کې ونيسي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بېګدلي او د پاکستان له سفیر عبيدالرحمن نظاماني سره جلا ناستې کړي دي.

ياد وزارت وايي، چې ښاغلي عبدالکبير په دواړو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د ښه چلند غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې ایران او پاکستان دې کډوالو نړيوال اصول په پام کې ونيسي.

په دې ناسته کې د ايران سفير ويلي، چې تهران به افغان قانوني کډوالو ته قانوني اسناد ورکړي او د بې اسنادو کډوالو لپاره به يوه د حل لار پيدا کړي.

بل‌لور د پاکستان سفیر هم ویلي، چې د اسلامي امارت غوښتنې به له پاکستاني چارواکو سره شریکې او ستونزې به د تفاهم له لارې حل شي. ياده دې وي، په دې ناسته کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د تورخم دروازې ته په اشارې ويلي، چې د دغې دروازې تړل د ستونزو د حل لار نه ده.

اړوند خبرونه