د يمن د حوثيانو مشر عبدالمالک الحوثي د یوه ټلوېزیون له لارې په وینا کې پر صهیونېست رژیم غږ کړی چې فلسطینیانو ته دې بشري مرستې پرېږدي.
الحوثي ویلي چې منځګړو ته ۴ ورځې وخت ورکوو چې غزې ته مرستندویه توکي ورسوي. نوموړي ګواښ کړی چې له ۴ ورځو وروسته به پر دوښمن پراخ سمندري عملیات پیل کړي.
دا په دې اونۍ کې دویم ځل دی چې حوثیان صهیونېست رژیم ته ګواښ کوي.
یاده دې شي چې اسراییلو پوځیانو غزې ته د هر ډول مرستو لارې درولي دي.