ډېر لوستل شوي

خوست کې د یوې اورلګېدنې مخنیوی شوی

خوست امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي چې د اطفایې منسوبینو د خوست مرکز عسکري کلوب سیمه احمدیه مدرسه کې د یوې اورلګېدنې مخنیوی کړی دی.

ویل کیږي چې دا اورلګېدنه د ماشومانو د نه‌پاملرنې په سبب رامنځته شوې.

خوست امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي چې د اطفایې کارکوونکو د یو میلیون افغانیو د زیان مخنیوی کړی دی. په دغه اور لګیدنه کې د یادې مدرسې د استوګنې یوه کوټه زیانمنه شوې؛ خو ځاني زیان نه لري.

اړوند خبرونه