ډېر لوستل شوي

لښکرګاه کې د انساني وېښتانو د قاچاق مخنیوی شوی

د هلمند د مرکز لښکرګاه د اوومې امنیتي حوزې  سیمه کې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د ۲۱ ښځینه وېښتانو د قاچاق مخنیوی کړی دی.

دا وېښتان هغه وخت نیول شوي چې یو تن یې کابل ته قاچاقول غوښتل. ویل کیږي چې یاد تن له سیمې تښتېدلی؛ خو د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې دی.

یاده دې شي چې تر دې دمخه هم دې ولایت کې د انساني وېښتانو د پېر او پلور مخنیوی شوی وو.

اړوند خبرونه