ډېر لوستل شوي

مولوي ذبيح‌الله مجاهد: مېرمنې زموږ میندې، خوېندې، لورګانې او د ژوند شریکانې دي

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح‌الله مجاهد وايي، چې مېرمنې زمونږ ميندې، خوېندې، لورګانې او د ژوند شريکانې دي.

ښاغلي مجاهد په خپله اېکس پاڼه ليکلي، افغان مېرمنو ته هغه حقوق چې اسلام ورکړي؛ اسلامي امارت يې په ورکړه او ساتنه کې ځان مکلف بولي.

مولوي ذبيح‌الله مجاهد زياته کړې، چې اسلامي امارت ته د افغان مېرمنو عفت، عزت او شرعي حقوق ساتل لومړيتوب لري.

د اسلامي امارت وياند اړوند ارګانونه مکلفه ګڼلي، چې د ښځو د حقوقو په ساتنه کې خپله برخه ورکړي او له ټولو حقه حقوق يې ساتنه او څارنه وکړي. مولوي ذبيح‌الله مجاهد دغه راز ويلي، چې افغاني کلتور او دود ته په کتو د ټولو مېرمنو اساسي حقونه تأمين شوي او ټينګار يې کړي، موږ د افغان میرمنو حقوق په یوه اسلامي او افغاني ټولنه کې تر بحث لاندې لرو، چې د غربي ټولنې او د هغوی د فرهنګ سره ښکاره توپيرونه لري.

اړوند خبرونه