ډېر لوستل شوي

کندز کې ۴ سوه کورنیو ته پاکې اوبه چمتو شوې

د کندز د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي چې ددې ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په حاجي محمد نعیم کلي کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د یاد ریاست یوه مسوول ویلي چې دا شبکه د ۱۴۵ زرو ډالرو په لګښت د ډاکار موسسې له خوا پلې شوې، چې ټولټال ۴۰۰ کورنیو ته پاکې اوبه برابروي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پروژه کې د یوې کانکرېټي زېرمې جوړول، ۱۶۱ نلکو نښلول او د یوې ژورې څاه کیندلو شامل دي، چې چارې یې په یوه کال کې بشپړې شوې دي. یاده دې شي، چې د دې پروژې د پلې کېدو پر مهال لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

اړوند خبرونه