ډېر لوستل شوي

د نیمروز والي: امنیتي ځواکونه د خلکو د سر او مال ساتونکي دي

د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد د يوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې د امنیتي ځواکونو له لوري په فراه، هلمند او نیمروز ولایتونو کې د ۱۵ غلاشویو موټرونو د نیونې او کشف خبر ورکړی دی.

ښاغلي خالد ویلي چې له دې ۱۵ فیلډر او لوکسل موټرو سره یې د غلو یوه ډله هم نیولې ده.

نيمروز والي همدارنګه ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې امنيتي ځواکونه د دوی د سر او مال ساتونکي دي او هېڅوک نه شي کولی چا ته د سر او مال زیان پېښ کړي. د نیمروز د مقام دفتر خبر ورکړی چې ددې موټرونو اصلي څښتنان دې له اړینو اسنادو سره راشي او خپل موټر دې ترلاسه کړي.

اړوند خبرونه