د پخوانيو جنرالانو او افسرانو د ټولنې رييس ډګر جنرال شعور ګل پښتون د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونو ته په اشارې، چې په افغانستان کې ترې پاتې شوې وسلې دې بېرته ورته وسپارل شي ويلي، امريکا بايد افغانستان ته غرامت ورکړي.
د يادې ټولنې رييس دغه راز له ګاونډي هېواد ازبيکستانه غوښتي، چې د ښه ګاونډيتوب اصول مراعت کړي او د افغانستان چورلکې دې بېرته وسپاري. نوموړي دغه څرګندونې نن (يکشنبه، کب ۱۹مه) له ګاونډيو هېوادونو د وسلو او نظامي تجهيزاتو د بېرته غوښتنې په غونډه کې کړې دي.