د اسلامي همکاریو سازمان د سعودي عربستان په جده کې د ځانګړې غونډې په ترڅ کې پرېکړه کړې چې سوریه دې بېرته ددې سازمان غړی هېواد شي.
ویل کیږي چې د سوریې د تېر بشارالاشد رژیم د ظلمونو په سبب له دې سازمانه د یاد هېواد غړیتوب لغوه شوی و.
ددې سازمان غړو هېوادونو ویلي چې دا اقدام کولی شي چې سوریه بېرته له سیمې او نړیوالې ټولنې سره ونښلوي.
په دغه اعلاميه کې ویل شوي چې سوريه به له اسلامي همکاریو سازمان سره خپلې کړې ژمنې عملي کوي او د یوې پیاوړې اسلامي نړۍ په پار به خپل چوپړ کوي.