د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د عمان سلطنت د بهرنيو چارو وزير بدر بن حمد البوسعيدي په بلنه ياد هېواد ته په رسمي سفر روان شو.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد تکل وايي، ټاکل شوې چې د دې سفر په لړ کې به د ياد هېواد له چارواکو سره د ليدنو سربېره د دواړو هېوادونو پر سياسي او اقتصادي اړيکو هم خبرې وشي.
ياده دې وي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، عمان له افغانستان سره د اړیکو د پراخولو لپاره نرمه پالیسۍ خپله کړې او د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت یې نظر ساتلی دی.