د پخوانيو جنرالانو او افسرانو ټولنې په یوې غونډه کې ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان د پوځي تجهیزاتو د بېرته ستنېدنې غوښتنه کړې ده. ددې ټولنې رييس ډګر جنرال شعور ګل پښتون د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونو ته په اشارې، چې په افغانستان کې ترې پاتې وسلې دې بېرته ورته وسپارل شي ويلي، امريکا بايد افغانستان ته غرامت ورکړي. د يادې ټولنې رييس دغه راز له ګاونډي هېواد ازبکستان غوښتي، چې د ښه ګاونډيتوب اصول مراعت کړي او د افغانستان چورلکې دې بېرته وسپاري.
د پخواني نظام یو شمېر لوړ پوړو نظامي چارواکو کابل کې د یوې اعتراضي راټولېدنې پر مهال نن (يکشنبه، کب ۱۹مه) له ازبکستان او تاجکستان وغوښتل، چې د افغانانو وسلې او چورلکې دې افغانستان ته وسپاري.
پخواني جنرال شعور ګل پښتون هغه کسان چې د افغانستان پوځي تجهیزات یې له هېواده بهر انتقال کړي ملي خاینین یاد کړي او ویلې یې دي چې افغانان په هره بیه د خپلو وسلو او پوځي تجهیزاتو غوښتونکي دي. ښاغلي پښتون وویل: “امریکا زموږ د پخوانیو نظامونو وسلې د ډي ډي آر او ډایاک پروګرامونو له لارې له منځه یوړې، خو د هغوی ځای یې ونه نیو، اوس دې زموږ د تلف شوو وسلو تاوان ورکړي”. پښتون زیاته کړه چې امریکا د افغانستان پوځي بنسټونه ونړول، میلیونونه افغانان یې ووژل، او زموږ پرمختللې وسلې یې له کاره وغورځولې.
څو ورځې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا وکړه چې دا تجهیزات د امریکا دي او له اسلامي امارته یې وغوښتل چې باید دوی ته وسپارل شي؛ خو د پخواني نظام یو شمېر پوځي چارواکو د ټرمپ دغې غوښتنې ته توند غبرګون وښوده او ویې ویل، چې دا وسلې د افغانستان ملي شتمني ده.
پخوانيو جنرالانو په یوه خبري ناسته کې د طالبانو په ملاتړ له ګاونډيو هېوادونو وغوښتل، چې نړیوالو اصولو، قوانینو او ښه ګاونډیتوب ته په کتو ټولې هغه جنګي او ترانسپورټي الوتکې او تجهیزات، چې د افغانستان د ملت او خلکو ملکیت وو، بېرته افغانستان ته وسپاري.
یادو جنرالانو په دې خبري ناسته کې ویلي، چې امریکا د افغانستان وسلې او پوځي تجهیزات لوټ او له منځه یووړل.دوی زیاتوي امریکا د «اشغال» پر مهال خپل زاړه او له کاره لوېدلي پوځي تجهیزات پر افغانستان وپلورل.
پخواني جنرال کامران امان ویلي چې امریکا د ویتنام او عراق له جګړو پاتې شوي ټانکونه او وسلې رنک کړې او د افغانستان پر پوځ یې وپلورلې.
د تېر جمهوریت پرمهال د دفاع وزارت سلاکار او د ګارنیزیون پخواني قوماندان جنرال افضل یادې ناستې ته وویل، چې له افغانستان څخه بهر ته وړل شوې وسلې د افغان ملت حق دي. جنرال افضل امان وايي، «موږ له خپل حق څخه دفاع کوو او هېچاته یې نه ورپرېږد.»
نوموړي زیاته کړې، چې بهر ته وړل شوي تجهیزات او وسايط د ملت دي او هېڅوک حق نه لري ووایي، چې بايد امريکا ته وسپارل شي.
پر پخوانیو نظامیانو سربېره عام افغانان هم هیله لري چې د تېر نظام تجهیزات دې بېرته حاکم نظام په واک کې ورکول شي. د ډونالډ ټرمپ د غوښتنې په ځواب کې د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد هم ویلي و چې په دې وسلو به د هېواد له خپلواکۍ دفاع کوي او دا وسلې غنیمت دي.
ویل کیږي چې د تېر نظام د نسکورېدو پر مهال ۲۲ الوتکې او ۲۴ چورلکې ګاونډیو هېوادونو ته ولېږدول شوې، چې اوس یې ۶ بلک هاوک چورلکې واشنګټن ته سپارل شوي دي.