ډېر لوستل شوي

ښرنه کې د ۳۰۰ اړمنو کورنیو لاسنیوی شوی

د افغاني سرې میاشتې د سوېل ختیځ سیمه ییز زون اړوند پکتیکا ولایت ډیله ولسوالۍ کې له (۳۰۰) اړمنو او بېوزله کورنیو سره د بېلابېلو خوراکي او ناخوراکي توکو مرسته کړې ده.

د افغاني سرې میاشتې د سوېل ختیځ سیمه ییز زون مسوول ویلي چې دا مرستې پر هغو بېوزلو وېشل شوي چې پخوا یې سروې ترسره شوې وه.

په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه،۲  یوه کڅوړه غذایي توکي،۳  یو کارټن د کالیو مینځلو پوډر، ۴ کارټنه کاغذي دسمال،۵ یوه بسته پمپر، پنځه کیلو بوره،۷ د پوښاک لباس او ۸ د لوښو وینځلو شامپو شاملې دي.

یاده دې شي چې سرې میاشتې تر دې دمخه هم په بېلابېلو ولایتونو کې د بېوزلو لاسنیوی کړی دی.

اړوند خبرونه