د سوريې لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع د خپلو ځواکونو له لوري د ملکي علويانو د ګڼ وژنې پېښې په تړاو د پلټنې ژمنه کړې ده.
د سوريې د بشري حقونو يوې ډلې نن ويلي، چې د مارچ له شپږمې را پدې خوا د سورې امنيتي ځواکونو د اقلیت علویانو په سیمه کې ۹۳۷ ملکيان وژلي دي.
ياد تاوتريخوالی په داسې مهال شوی، چې تېره سهشنبه د پخواني بشارالاسد رژيم پلويانو په سوريې کې شورشونو ته لمن وهله.