د ازموينو ملي ادارې سرپرست شيخ عبدالباقي حقاني وايي، چې د پوهنې وزارت له لوري د ۸ زره ۱۶۵ اداري او د ښوونکو خالي بستونو د ګمارنې په موخه د ازموينې بهير په شفاف او عادلانه توګه ترسره شو.
ښاغلي حقاني ويلي، په ازموينو کې زموږ معيار وړتيا او استعداد دی، د نوموړي په خبره، هغه کسان چې په دې بهير کې بريالي کېږي؛ د علم او پوهې په ګاڼه سمبال وي.
د ازموينو ملي ادارې سرپرست نن د يادو بستونو د ازموينې د پايلو په اعلان غونډه کې ټولو بريالو کسانو ته مبارکي ورکړې او ټينګار يې کړی، چې دغه کسان دې نظام او ولس ته صادقانه خدمت وکړي.