د حماس جهادي غورځنګ پر غزې د صهیونېست رژیم له لوري د برېښنا غوڅونې پرېکړه غندلې او دا یې جنګي جرم ګڼلی دی.
حماس د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي: غزې ته د خوراکي توکو، درملو او اوبو له بندولو وروسته د برېښنا د غوڅولو پرېکړه د منلو نه ده او دوی یې غندي.
د الجزيرې د خبر له مخې، د صهیونېست رژیم د انرژۍ وزیر امر کړی چې پر غزې برېښنا پرې کړي. یاد رژیم پر حماس د سیاسي فشار په توګه ولسونه یرغملوي او او انساني حقونه یې تر پښو لاندې کوي.
ددې رژیم عسکرو غزې ته د خوراکي توکو د لېږد مخه هم نیولې ده.