ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې یو کاناډايي اسلام ومانه

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور مسوولینو ویلي چې دې ولایت کې یو کاناډایي وګړي د افغاني کلتور او اسلامي ارزښتونو نه په اغېز د اسلام مبارک دین ومانه.

د نوموړي نوم ادوارد اندرياس څخه محمداکبر ته اوښتی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی مسوول ویلي چې نوموړی د هېواد د طبیعي او تاریخي سیمو د کتو په پار راغلی و، خو د افغانانو دیني عقیدې، مېلمه پالنې او اسلامي اخلاقو پرې اغېز وکړ او مسلمان شو. یاده دې شي چې تر دې پخوا هم هېواد ته راغلي یو شمېر پانګوال او ګرځندویان مسلمانان شوي.

اړوند خبرونه