د پاکستان د خيبرپښتونخوا د کورمې په ولسوالۍ کې پر يو امنيتي پوستې بريد کې څلور ملېشه وژل شوي دي.
پاکستاني پولیسو فرانس پرېس ته ویلي، چې دغه برید په درونو وسلو سمبال کس کړی، چې په پایله کې یې څلور ملېشه وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
دا برید په داسې مهال کېږي، چې پدې وروستيو کې په کستان کې امنيتي وضعيت خراب شوی او پېښې ورځ تر بلې لا مخ په ډېرېدو دي.