ډېر لوستل شوي

اسلام اباد کې افغان سفیر: د افغان کډوالو د ستونزو او خنډونو د هواري په هڅه کې یو

د ریاست الوزرا عمومي دفتر په خپل اېکس اسلام اباد کې د افغان سفیر او د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ناستې خبر ورکړی دی.

دې کتنه کې مولوي سردار احمد شکیب د یاد سفارت د کړنو، فعالیتونو، برنامو او همدارنګه په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د رياست الوزراء اداري معاونیت مقام ته راپور وړاندې کړی.

ښاغلي شکیب ویلي چې په اسلام اباد او د پاکستان د نورو ښارونو قونسلګریو کې د افغانستان ډیپلوماتیک پلاوی په هغه هیواد کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او د خنډونو د لیري کولو په کوښښ کې دی. نوموړي همدارنګه ویلي چې د اسلامي امارت د رهبرۍ له پالیسي سره سم به د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي هڅه کوي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي دې کتنه کې ویلي: ‏افغانستان او پاکستان د دوو مسلمانو، وروڼو او ګاونډیو هیوادونو په توګه د زیاتو فرهنګي،تاریخي، دیني او ټولنیزو مشترکاتو لرونکي دي او د دواړو لوریو مسوولین کولای شي له دغو ظرفیتونوڅخه په اقتصادي، سیاسي او فرهنګي برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ګټه واخلي.

‏د رياست الوزراء اداري مرستيال په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو څخه د ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت په ژمنتیا ټینګار کړی او پاکستان کې پر افغان سفارت او قونسلګریو یې غږ کړی چې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري هڅې دې وکړي.

اړوند خبرونه