اوکراين نن (سهشنبه، کب ۲۱مه) د روسيې پر پلازمېنه مسکو پراخ هوايي بريدونه کړي دي.
د راپور له مخې، اوکراين د بې پيلوټه الوتکې په وسيله لږ تر لږ ۹۱ بريدونه کړي دي.
رويټرز د روسيې چارواکو له قوله ليکلي، په دې بريد کې يو تن وژل شوی او ګڼ ويجاړی يې رامنځته کړی دی.
د يادونې وړ ده، چې اوکراين تر دې مهال ټولټال ۳۳۷ اوکرایني ډرونونه د روسیې پر فضا ور ويشتي دي.