د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ اړوند مکتب بازار کې د ۴۰۰ متره په اوږدوالي سره د لښتیو د پخونې چارې پیل شوي دي.
د خوست د مقام دفتر ویلي چې دا لښتي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د پیرزوینې له مخې د ۱۳۱۶۰۰۰ افغانیو په لګښت له پیښو سره د مبارزې ملي ادارې له لوري په بنسټیز ډول رغیږي.
یاده دې شي، چې د یاد بازار ځینې برخې د سیلابي او باراني اوبو له ګواښ سره مخ وې، چې د یادې پروژې په بشپړولو سره به دا بازار له سېلابي اوبو خوندي شي.