ډېر لوستل شوي

ریاض او کییف د اوکراین د جګړې پر پای ته رسېدو خبرې کړي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په جده کې کتلي دي.

یاده کتنه کې دواړو لوریو د اوکراین جګړې د پای ته رسولو اړوند خبرې اترې کړي دي.

د سعودي عربستان ولیعهد په دې ناسته کې د اوکراین دکړکېچ حل او سولې ته د رسېدو لپاره د نړیوالو هڅو د ملاتړ ژمنه کړې ده.

ټاکل شوې اوکرایني او امریکایي چارواکي نن (سه‌شنبه، کب ۲۱مه) په همدې ښار کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې په تړاو خبرې اترې پیل کړي.

کییف په داسې حال کې مذاکراتو ته چمتو شوی چې ددې هېواد سلګونو بې پیلوټه الوتکو پر مسکو پراخ بریدونه کړي دي.

اړوند خبرونه