ډېر لوستل شوي

سرپل کې د ښاري سرغړونو مخنيوی وشو

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنيوي مسوولينو په سرپل کې د ښاري سرغړونو مخنيوی کړی دی.

د ياد وزارت د ښاري سرغړونو د مخنيوي رييس داملا محمد نور نوراني وايي، چې تخنيکي ټيم يې په دې ولايت کې د خپلو سرو ودانيو له جوړېدو مخنيوی کړی دی.

د معلوماتو له مخې، د کورونو خاوندانو ته لارښوونه شوې چې د خپلو کورونو نقشې ویزه کړي او چارې د منل شوې نقشې له مخې پر مخ یوسي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسوولينو په وينا، هېچاته اجازه نه ورکوي چې ښاري بې نظمي رامنځته کړي او خپلسري کارونه وکړي.

اړوند خبرونه