ډېر لوستل شوي

ډيلي: هند او افغانستان له پېړيو راپدې خوا اوږدمهاله ګډې اړيکي لري

په ملګرو ملتونو کې د هند دايمي استازي تېره ورځ ويلي، چې هند په افغانستان کې حالت له نږدې څاري او له اسلامي امارت سره‌ یې د دوه اړخیزو اړیکو اړوند په بېلابېلو موضوعات بحثونه کړي دي.

پروتانیني هریش دغه راز ټينګار کړی، چې هند او افغانستان له پېړيو راپدې خوا اوږدمهاله اړيکې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډ مشترکات شتون لري.

د يادونې وړ ده، چې نوموړي د ملګرو ملتونو په دې ناسته کې په دوبۍ کې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي او د هند د بهرنيو چارو وزير ويکرام میسري پخوانۍ ناستې ته هم اشاره کړې ده.

اړوند خبرونه