د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي او د ځينو نورو لوريو عقدهيي څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ياده ناسته يې د هېواد لپاره بې ګټې بللې ده.
ښاغلي فطرت ويلي، په دې غونډه کې د افغانستان نه شتون د هېواد په زيان دی؛ ځکه چې ځينې لوري له افغانستان سره عقدهيي چلند کوي او د دې هېواد ناسم انځور وړاندې کوي.
ملا فطرت ټینګار کړی، دا چې افغانستان یو امن هېواد دی، یو واحد نظام لري، ملګري ملتونه باید د افغانستان څوکۍ په رسمیت وپېژني؛ تر څو عادلانه قضاوت وشي او له عقدهيي اقداماتو مخنیوی وشي. د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د هند او روسيې په ګډون يو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د اسلامي امارت له لاسته راوړنو يادونه هم کړې ده.