ډېر لوستل شوي

بلخ کې د ټابلېټ کا یوه کارخونه له منځه وړل شوې

د بلخ امنیه قومنداني رسنیز دفتر په یوه خبر کې ویلي چې امنیتي ځواکونو ددې ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ټابلېټ کا یوه کارخونه ویجاړه کړې ده.

امنیتي ځواکونو ددې کارخونې ۸ ماشینونه، ۱۹۰۰ د ټابلېټ کا ګولۍ او ‍۱۴۰ کیلوګرامه خام توکي هم نیولي دي.

ویل کیږي چې ددې کارخونې د فعالیت په تور ۳ تنه هم نیول شوي چې عدلي ارګانونو ته پېژندل شوي دي.

یاده دې شي چې ټول هېواد کې د نشه يي توکو کښت، جوړونه، پېر او پلور منع دی.

اړوند خبرونه