ډېر لوستل شوي

حج او اوقافو وزارت: بګرامیو ولسوالۍ کې یو ستر جومات جوړ شو

د کابل د بګرامیو ولسوالۍ اړوند دولت زیو کلي کې د (النور) په نوم یو ستر جومات جوړ او نن د ګڼو مسوولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ الحدیث نور محمد ثاقب په خپله وینا کې د جوماتونو د فضیلت په اړه خبرې وکړې او په وینا یې دا جومات د یوه قوم لپاره نه، بلکې ددې سیمې د ټولو اوسېدونکو ګډ جومات دی. ښاغلي ثاقب زیاته کړې چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هېواد په ټولو ولایتونو، ولسوالیو او لرې پرتو سېمو کې له پلان سره سم د جوماتونو د جوړونې، تجهیز او بیارغونې کارونه پیل کړي دي.

اړوند خبرونه