د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند طاهر احرار رسنیو ته په یوه استولي غږیز کلیپ کې ویلي چې د
خوست ښار اړوند ۱۲سوه فامیلیو سیمه کې له یوه پرځېدلي کوره ۱۶ تنه ژغورل شوي دي.
ښاغلي احرار ویلي چې دې سیمه کې نوی کور جوړېده چې د یوې کورنۍ ۱۷ غړي یې لاندې کړل. ویل کیږي چې له دې پېښې ۱۶ تنه روغ رمټ وتلي او د یوه بل تن د ژغورنې هڅې روانې دي.
طاهر احرار زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو پر وخت اقدام کړی او د ټولو کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي.