په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د ډنمارک د کډوالو ټولنې “جيآراېس” د افغانستان د کليو د بیارغونې له ادارې سره د ۷ ميليونه ۳ سوه ۸۵ زره او ۸۵۰ امريکايي ډالرو په ارزښت څلور هوکړه ليکونه لاسليک شول.
ياد وزارت وايي، چې دغه ټولنه به د دې تړون له مخې په کابل، هرات، فراه، ننګرهار، نورستان او کونړ ولايتونو کې د نغدي پیسو په وېش، د سرپنا د ساتنې او ښه والي، د لمریزې برښنا د وسایلو کڅوړو، ظرفیت جوړونې او د فني او حرفوي زدکړو په برخو کې لګوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له يادو همکاريو به ۳۷ زره ۷۱۸ بېځایه شويو، راستانه شويو، د کوربه ټولنې غړيو او ۸۶۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي. د يادونې وړ ده، چې دا هوکړهلیک د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د دغو مؤسسو د استازو له لوري لاسلیک شول.