ډېر لوستل شوي

ملا حمدالله فطرت: د اقتصادي ودې په موخه د ۳۶ لویو او وړو کانونو کیندنه منظوره شوې

د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمد‌الله فطرت ویلي، چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت روان ۱۴۰۳ کال کې د کانونو د پراختیا او اقتصادي ودې په موخه د کان‌کیندنې ۳۶ لویې او وړې پروژې منظور کړې دي.

ښاغلی فطرت وړاندې ویلي، منظورو شویو پروژو کې ۲۵ پروژې د کوچني مقیاس کانونه دي.

دې کانونو کې د تراورټین، مرمر، نفرایټ، چونې، سرب، جستو، بیوتیت‌لرونکي ګرانیټ، سرپنټین، ګچ او نورو فلزاتو او منرالونو کانونه شامل دي.

د ښاغلي فطرت په وینا، د سیمنټو، مالګې، ګازو، ډبرو سکرو، کرومایتو او مرمر ډبرو یوولس سترې پروژې هم د کیندنې په موخه منظورې شوي.

یاده دې شي چې په هغو ولایتونو کې چې دا کانونه پکې موندل شوي، د یادو کانونو عایدات بېرته د هغه ولایت پر رغنیزو چارو لګول کیږي.

اړوند خبرونه