ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې ۷۰ کيلو ګرامه نشه‌يي توکي ونيول شول

د ۲۰۱ خالد بن وليد “رض” قول اردو سرحدي ځواکونو په ننګرهار کې ۷۰ کيلو ګرامه اومه چرس نيولي دي.

يادې قول اردو ويلي، چې د عبدالله بن زبير “رض” دويمې سرحدي لواء د څلورم کنډک درېيم ټولي ځواکونو دغه نشه‌يي توکي د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ په تبۍ کنډو سيمه کې نيولي دي. د ۲۰۱ خالد بن وليد “رض” د رسنیز دفتر په وینا؛ نیول شوي نشه‌‌يي توکي به له قانوني څېړنو وروسته اړوندو ادارو ته وسپارل شي او په ټينګار يې، چې د قاچاقبر د نیولو په موخه عملیات هم روان دي.

اړوند خبرونه