ډېر لوستل شوي

پوتين په اوکراين کې د ټرمپ دېرش ورځني اوربند ته لېوالتيا نه ده ښودلې

د روسیې ولسمشر ولادمير پوتين د اوکراين په جګړه کې د دېرش ورځني اوربند په تړاو د امريکا د وړانديز عملي کولو ته لېوالتيا نه ده ښودلې.

رويټرز خبري اژانس نن (چهارشنبه، کب ۲۲مه) د روسي سرچينو په حواله ويلي، چې د اوربند په اړه هر ډول هوکړه کې بايد په جګړه کې د روسيې پرمختګونه په پام کې ونيول شي او د مسکو اندېښنې لرې کړي.

دا په داسې مهال ده، چې اوکراین د اوربند دغه وړاندیز ته چمتوالی ښودلی او له دې سره امریکا هم بېرته د پوځي مرستو او د استخباراتي معلوماتو د شريکولو د بیا پيل ډاډ ورکړی دی.

اړوند خبرونه