د عدليې وزارت په هرات کې د ۳۳ زره او ۴۹۲ جريبه امارتي ځمکې له تشخيص او تثبيت څخه خبر ورکړی دی.
ياد وزارت وايي، چې دغه ځمکه د هرات د ګذرې ولسوالۍ د جغرات، سفيد بر او رباط سفچه کاريزونو ساحو کې د څه باندې ۳۴ زره ۲۸۰ جريبه ځمکو له جملې ۳۳ زره ۴۹۲ جريبه ځمکه امارتي تشخيص او تثبيت شوې ده. د يادونې وړ ده، چې دغه امارتي ځمکه د هرات ولايت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي پلاوي د رييس او غړو د ناستې په ترڅ کې په ډاګه شوې ده.