د فالز جېمز په نوم د بريټانیايي ګرځندوی د کندهار ولایت په مرکز کې د اسلام د حقيقت له درک وروسته اسلام قبول کړ.
ځايي سرچينې وايي، جېمز چې اوس د محمد ادریس په نوم پېژندل کېږي، د کندهار د خرقې مطهري ریاست په بلنه مسلمان شو.
نوموړی وایي، چې د اسلام په دین او ارزښتونو کې یې له ژورې پوهې وروسته دغه پرېکړه کړې ده.
دا په داسې مهال ده، چې څو ورځې وړاندې په ننګرهار ولایت کې هم یو کاناډايي ګرځندوی مسلمان شو او د محمد اکبر نوم ورته وټاکل شو. د دې پېښو له مخې څرګندېږي، چې اسلام د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د غير مسلمانانو پام ځانته راخپل کړی دی.