د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي اورګاډي د بريد په تړاو د پاکستاني پوځ وياند هغه بې بنسټه تورونه چې ګوندې ددې پېښې تړاو له افغانستان سره دی؛ په کلکه ردوي.
اسلامي امارت بیاځلې له پاکستاني لوري غوښتي چې د داسې غيرمسؤولانه څرګندونو پر ځای خپل امنيت او د کورنیو ستونزو حل ته پام واړوي.
د نوموړي په وینا، هېڅ بلوڅ مخالفې ډلې غړی په افغانستان کي شتون نه لري او نه یې هم پخوا یا اوس له اسلامي امارت سره اړیکي لرلي دي.
ښاغلي بلخي وړاندې په خپل اېکس د بې ګناه انسانانو پر وژنې خواشیني ښودلې ده.
یاده دې شي چې بلوڅ ازادیپالو پرون د بلوچستان په بولان کې د جعغر اېکسپرېس یو اورګاډي په نښه کړی او شاوخوا ۴۰۰ سپاره یې برمته کړي وو.