د امنيتي او تصفيوي چارو کمېسيون وايي، چې مسوولينو يې د هېواد بېلابېلو زونونو ته کاري سفرونه کړي دي.
د ياد کمېسيون وياند مولوي صديقالله نصرت ويلي، چې د دغو سفرونو پر مهال يې له ولايتي امنيتي کمېسيونونو او کره کتنې کمېټو سره کتنې کړې، د هغوی ستونزې يې اورېدلې او د حل لارو په موندلو يې تمرکز کړی دی.
په دې ناستو کې د امنيتي تدابيرو پياوړتيا، د نشهيي توکو د قاچاق مخنيوی، د جرمونو پر ضد مبارزه او د سرحدونو د مسلکي ساتنې په برخو کې مهمې خبرې شوې دي. د يادونې وړ ده، چې د دغو سفرونو موخه د امنيتي چارو د لا ښه تنظيم، د ستونزو پر حل تمرکز او د هېواد د ثبات او سوکالۍ لپاره د قوي همغږۍ رامنځته ښودل کېږي.