د لويديځو دموکراسيو د بهرنيو چارو وزيران نن په کاناډا کې له ټرمپ سره د ترينګلو اړيکو په ترڅ کې ناسته کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې هېوادونو سره د بهرني سياست، په ځانګړي توګه د اوکراين پر سر دريځ او تعرفو لګولو له امله ترينګلتياوې ډېرې شوې دي.
د رويټرز د راپور له مخې، دغه وزيران به د کاناډا په لا مالبې په يوه لرې پراته ښار کې سره د دوو ورځو لپاره راټولېږي. د يادونې وړ ده، چې د ” جي۷ “ډلې په هېوادونو کې بریتانیا، کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا شامله ده.