د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ملي تدارکاتو کمېسيون لخوا د ۷۴ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۵۲ پروژو له منظورېدو خبر ورکړی دی.
ياد معاونيت وايي، چې دغه پروژې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د مخابراتو، ترانسپورټ، برېښنا، روغتيا، اوبو مديريت او په ګڼو نورو برخو کې منظورې شوې دي.
د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت په وينا، په منظورو شويو پروژو کې زرګونه هېوادوالو ته په مستقيم او غير مستقيم د کار زمينه هم برابره شوې ده. د يادونې وړ ده، چې دا پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې، زیربنایي پرمختګ او عامه خدمتونو ته د لا ډېرو اسانتیا برابرولو لپاره یوه مهمه هڅه ده.