د ماليې وزارت وايي، چې د فراه د ابو نصر فراهي په ګمرک کې په لومړي ځل ۳۲ امنيتي کمرې ولګول شوې او له مرکز سره ونښلول شوې.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه امنيتي کمرې د ګمرکونو لوی رياست د تخنيکي کارکوونکو له لوري د ۲ ميليونه افغانيو په لګښت، لګول شوې او فعالې شوې دي.
د یادولو ده، چي د مالیې وزارت له لوري د نیمروز، ننګرهار، اقینې، هرات او کندهار ګمرکونه هم په امنیتي کمرو سمبال شوې او د فساد د مخنيوي په موخه، له مرکز سره نښلول شوې دي.