ډېر لوستل شوي

د واخان سړک د دويم فاز د پيل تړون لاسليک کېږي

د کليو، بيارغونې او پراختيا وزارت به نن (پنج‌شنبه، کب ۲۳مه) مخکې له غرمې د بدخشان د واخان سړک د دويم فاز د پيل تړون لاسليک کړي.

په دې مراسمو کې به د اسلامي امارت د چارواکو سربېره د رسنيو خبريالان هم ګډون وکړي.

ياده دې وي، چې د دغه تړون د مراسمو ځای د دې وزارت د کنفرانسونو تالار ښودل شوی دی.

ياد سړک د بدخشان ولایت له لارې افغانستان له چین سره نښلوي، چې د جوړېدو لومړۍ فاز یې تېر کال د بدخشان ولایت د پامیر ولسوالۍ په “بزای ګنبد” سیمه کې پیل او بشپړ شو. 

اړوند خبرونه