د غزني ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند شيخ عاجل سیمه کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې د غزني د امنیه قومنداني د اور وژني مدیریت مسلکي ټیم یاده اورلګېدنه مهار کړې ده.
دا اورلګېدنه یوه کور کې د سولر او بیټرۍ د چاودنې له کبله پېښه شوې ده.
د غزني امنیه قومنداني رسنيز دفتر ویلي چې دا پېښه ځاني او مالي زیان نه لري.