د ملي دفاع وزارت سرپرست او د امنيتي او تصفوي کمېسيون مشر ملا محمد يعقوب مجاهد په مشرۍ په کندهار کې د ياد کمېسيون ناسته وشوه.
ياد کمېسيون وايي، په دې ناسته کې د امنیتي چارو په لا پياوړتيا، په تصفیوي بهیر کې په دقت او روڼتيا، د نشهيي توکو پر ضد مبارزې، د جرمونو په وړاندې د کوټلو ګامونو پورته کولو او د پولو د خوندیتوب په اړه هر اړخیز بحث او د یادو موضوعاتو د لا ښه تطبیق لپاره لازمې پرېکړې وشوې. د يادونې وړ ده، ياد کمېسیون پرېکړه کړې چې د امنیت، ثبات او ملي حاکمیت د لا ټينګښت په موخه یادې چارې په دقت او جديت سره تعقيب شي.