ډېر لوستل شوي

صهيونېست رژيم پر سوريې خپل هوايي بريد تأييد کړ

د اسراييلو صهيونېست رژیم د دفاع وزیر اسراييل کنټز د سوريې پر مرکز دمشق تېره ورځ بريد تأیيد کړ.

کنټز ادعا کړې، چې په دې بريد کې يې د فلسطين د اسلامي جهاد مجاهدينو د “جلب او ادارې مرکز” يې په نښه کړی دی.

راپورنو د اسلامي جهاد د يوې سرچينې په حواله ويلي، چې صهيونېست رژيم يې په يوې ودانۍ بريد کړی او يو شمېر کسان يې شهيدان او ژوبل کړي دي.

د سوریې رسمي خبري اژانس “سانا” راپور ورکړی، چې په دې برید کې د یوې ښځې په ګډون درې ولسي خلک وژل شوي دي. د يادونې وړ ده، چې د فلسطين د اسلامي جهاد ډلې په غزه کې تر اوربند وړاندې د حماس تر څنګ د صهيونېست رژيم پر وړاندې جهاد کوه.

اړوند خبرونه