ډېر لوستل شوي

مشورتي ناسته؛ افغانستان د غوښې صادراتو ته چمتووالی نیسي

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطا‌الله عمري او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي بهر ته د غوښې د صادراتو په تړاو مشورتي ناسته کړې ده.

په دې ناسته کې ښاغلي عمري ويلي، چې ۸۰ سلنه افغانان په کرنه او مالدارۍ بوخت دي؛ نو بهرنيو هېوادونو ته د غوښې صادرات ګټور تمامېدای شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست دغه راز ويلي، چې په دې برخه کې بېلابېلو هېوادونو له افغانستان سره سوداګرۍ ته لېوالتیا ښودلي؛ نو په دې بنسټ بايد لومړی د پسونو د روزنې کچه لوړه او صادراتو ته يې وړ شرايط برابر شي. د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خبر له مخې، په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې د غوښې د صادراتو او د څارویو د پالنې د ودې لپاره دې یوه هراړخیزه طرحه جوړه او د ریاست الوزرا مقام ته دې واستول شي.

اړوند خبرونه