ډېر لوستل شوي

مولوي امیرخان متقي: د کابل – مسقط ترمنځ اړیکې باید پراخې شي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د عمان سلطنت د سوداګرۍ، صنعت او پانګونې  وزیر  قیس بن محمد الیوسف سره د عمان په پلازمېنه مسقط کې کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ پر لارو چارو یې خبرې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیال حافظ ضیااحمد تکل پرون ماخوستن(پنشجنبه، کب ۲۳مه) ددې دوه اړخیزې ناستې خبر ورکړی دی.

بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او عمان ترمنځ د سوداګریزو پلاوو او خصوصي سکټور ترمنځ پر تبادلې هوکړه کړې. 

همداراز دواړو لوریو د افغانستان او عمان تر منځ د صادراتو او وارداتو پر پراختیا، د کرنې او د خوړو مصؤونیت سربېره پر سوداګریزي راکړه ورکړې او ټرانسپورټ هم د نظر تبادله وکړه، او هوکړه وشوه چې گډ کاري ټیمونه او سکتوري ادارې به د یادو برخو برخو تخنیکي خبرې پيلوي.

یاده دې شي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر څو ورځې وړاندې پر یوه رسمي سفر مسقط ته ولاړ.

اړوند خبرونه