ډېر لوستل شوي

کندز کې د نوې سترې پراختیايي پروژې بنسټ کېښودل شو

د کندز مقام د رسنيو دفتر د ۸۲۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د نوې سترې پراختيايي پروژې د چارو له پيل خبر ورکړی دی.

ياد مقام وايي، چې په دې پروژه کې مارکېټونه، تفريحي پارک او د کندز ښار د قهوه خاني سړک چارې شاملې دي.

د مسوولينو په وينا، چې دغې پروژې چارې به په دوو کلونو کې بشپړ شي. ياده دې وي، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په ياد ولايت کې د ګڼو سترو او کوچنيو پروژو چارې پيل او ګټې اخېستنې ته سپارل شوې دي.

اړوند خبرونه