ډېر لوستل شوي

تهران کې افغان سفارت د اسلامي هېوادونو سفیرانو ته روژه ماتی چمتو کړی

په تهران کې د افغانستان د اسلامي امارت سفارت لخوا د ایراني لوړپوړو چارواکو، د اسلامي هیوادونو سفیرانو، بهرنیو ډیپلوماټانو او نړیوالو سازمانونو استازو په ګډون د روژه ماتي میلمستیا چمتو شوې وه.

‏‎په دې مراسمو کې د افغانستان سفارت سرپرست، مولوي فضل محمد حقاني مېلمنو ته د ښه راغلي ترڅنګ د روژې مبارکه میاشته کې د یووالي پر مفهوم ټينګار کړی دی. د ښاغلي حقاني په قول،  د اسلامي امت یووالی د روژې میاشتې اصلي موخه ده.

نوموړي وړاندې زیاته کړې چې د افغانستان اسلامي امارت له اسلامي هېوادونو سره پر دوه اړخیز درناوي ولاړې د ورورګلورۍ اړیکې غواړي.

یاده دې شي چې ‏‎د غونډې ګډونوالو هم په دې مراسمو کې له ګډون خوښي څرګنده کړې او له افغانستان سره یې د خپلو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه