د غزني د برېښنا حوزې د نشراتو مديريت وايي، چې د غزني برېښنا رييس حافظ نصير احمد توکلي د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو دفتر (UNOPS) يو پنځه کسيز پلاوي سره کتلي دي.
ياد مديريت وايي، په دې ناسته کې دغه پلاوي د غزني – ښرنې د برېښنا د لېږد پروژې په تړاو د خپلې ارزونې موخې بيان کړې او د پروژې د بشپړو شويو او پاتې چارو راپور يې غوښتی دی.
د معلوماتو له مخې، د برېښنا د لېږد شبکې او د تاسیساتو یوه برخه بشپړه شوې؛ خو د لین ځینې برخې لا هم تر کار لاندې دي.
ياده دې وي، چې دغه پلاوی به د غزني – ښرنې د برېښنا لین د فني او عملي وضعیت د ارزونې لپاره ساحوي لیدنه هم وکړي.