په غزني کې امنيتي ځواکونو دوه تنه د غلا شويو پنځه لوی او يو ساده ټليفون، ۱۷ دانې د ټليفون ښېښې او له ميموري کارتونو سره يو ځای نيولي دي.
د غزني امنيه قومانداني د رسنيو دفتر وايي، چې دغه کسان د اندړو ولسوالۍ امنيتي ځواکونو د کلاخېلو په بازار کې نيولي دي.
د يادې قوماندانۍ د مسوولينو په وينا، د غلا په تور نيول شوي کسان د اندړو ولسوالي په امنيه قومانداني کې د لا پلټنو په موخه تر پښتنو لاندې دي.