د غزني د امربالمعروف ریاست ویلي چې دې ولایت کې یې یو تن د اهل بیتو (رض)کورنۍ ته د سپکاوي پر تور نیولی دی.
دا کس د غزني د امر بالمعروف او ددې ولایت د استخباراتو له لوري نیول شوی.
ویل کیږي چې یاد تن د یوې خصوصي لېسې ښوونکی دی چې په ښکاره یې د اهل بیت رضی الله عنهم توهین کړی دی. نوموړي ښوونکي همدارنګه د تراوېحو پر لمانځه هم خندلي دي.
دې ښوونکي پر خپله ګناه اعتراف کړی او د لا ډېرو پوښتنو ګروېګنو په پار د غزني ابتدایه محکمې ته ورپېژندل شوی.