پېښور کې د جرنیلي روغتون ویاند په یوه ویډیویي کلیپ کې منلې چې مفتي منیر شاکر مړشوی دی.
نوموړي ویلي چې دی زخمي دې روغتون ته راوړل شو، چې روغتون کې یې دننه ساه ورکړې.
مفتي شاکر نن مازیګر اورمړو کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین په وسیله په نښه شوی.
له نوموړي سره ۵ تنه نور هم ژوبل دي چې لا یې د مرګ او ژوند مالومات نشته.
ددې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی اخیستی، خو د نوموړي موعظې او څرګندونې ډېری وخت له اختلافاتو او ناندریو ډکې وي.